کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسي له بارسلونا سره پاتې شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سنبله 1399 ساعت 11:18

د نړۍ د فوټبال ځلانده ستوري لیونل مسي پرون اعلان وکړ چې غواړي یو کال نور هم په بارسلونا لوبډله کې لوبه وکړي.


لیونل مسي تېره ورځ له یوې انټرنیټي خپرونې (ګول) سره په مرکه کې ویلي، د بارسلونا لوبډلې سره په کړي قرار داد کې د یو بند پر سر مخالفت لري خو نه غواړي چې په حقوقي لانجه کې ځان ښکېل کړي له دې کبله یو کال نور هم په دغه لوبډله کې لوبه کوي.
د فوټبال دغه نامتو ستوري د تېرې سې شنبې په ورځ د بارسلونا لوبډلې ته ویلي و چې نه غواړي نور له دې لوبډلې سره لوبه وکړي.
د مسي دې پرېکړه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نوموړي د مینوالو غبرګونونه را پارولي و، حتا د ارجنټاین خلکو ترې غوښتې و چې بېرته دې خپل پلرني ټاټوبي ته راشي.


د مطلب کود: 218174

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218174/مسي-له-بارسلونا-سره-پاتې-شو

آوا
  https://www.avapress.com