کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې د خُرما سوداګریز بڼونه جوړیږي

15 سنبله 1399 ساعت 13:28

د هلمند ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د خرما ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړوي.

د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې د خُرما «کجورو» بڼونو د ترویج په پار سږکال په دې ولایت کې د خُرما ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړیږي، په همدې موخه د خُرما بڼونو جوړولو لپاره د ځمکې جوړولو او اماده کولو چارې پیل شوي دي، چې ډیر ژر به پکې رسماً د نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شي.

الکو وایي:

دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي، د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.

خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.



د مطلب کود: 218195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218195/هلمند-کې-د-خ-رما-سوداګریز-بڼونه-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com