کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دیني مدرسو لپاره د دولت ښوونیز نصاب پرانستل شو

16 سنبله 1399 ساعت 15:51

د افغانستان د پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره دیني مدرسو لپاره ښوونیز نصاب ویشي.

چارواکي وايي دا نصاب د افغانستان او نړۍ له نوموتو دیني عالمانو سره په سلا مشوره کې جوړ شوی دی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم د دې نصاب منځپانګه ګټور او له دیني ښوونو سره سم بللې ده.

د پوهنې سرپرست وزیرې، رنګینه حمیدي د دې نصاب پرانستغونډه کې وویل چې دغه وزارت د ۲۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۲.۲ میلیون ټوک کتابونه هیواد کې د ننه چمتو کړي دي.



دا په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د هیواد دیني مدرسو لپاره د مشخص ښوونیز نصاب نشتون له امله زیاتې نیوکې شوي دي.

دا باورنه هم وو چې دیني مدرسو کې ښوونیز نصاب کې د مشخصو معیارونو نشتون، هیواد کې د ترهګرۍ سبب کیږي.

رسمی شمیرې ښيي چې همدا اوس افغانستان کې ۲۲۰۰ دیني مدرسې له پوهنې وزارت سره ثبت دي.

خو یوه لویه اندیښنه داده چې د افغانستان یو شمیر سیمو کې چیرته چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، نه دولتي ښوونیز نصاب شته او نه د ښوونې پر بهیر څارنه.


د مطلب کود: 218295

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218295/دیني-مدرسو-لپاره-د-دولت-ښوونیز-نصاب-پرانستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com