کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار د خرماوو کلنی توليد ۱۵۰ ټنو ته رسيږي

17 سنبله 1399 ساعت 11:03

د ننګرهار د کرنې رياست وايي، په دې ولایت کې د خرما بڼونه او حاصلات کال تر بلې زياتيږي او کلنۍ تولید يې، څه باندې ۱۵۰ ټنو ته رسيږي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، ننګرهار د ډېرو مېوو لپاره خورا ښه او مناسب اقلیم لری، چې د خرماو ونې هم په کې ښه وده کړي.

ننګرهار کې د خرماوو ۸۰ جريبه بڼونه جوړ شوي، چې ډېری يې ددې ولايت د ګوشتې او سرخ رود په ولسواليو کې دي.

ددې ترڅنګ په دې ولايت کې د مېوو کلکسيون هم شتون لري، چې د خرما ونې هم په کې کرل شوي دي.

د ننګر هار د کرنې ریاست وايي، راتلونکی کال په دې ولایت کې د خرماوو ۳۵۱ جريبه بڼونه جوړيږي، چي ۱۸۰ جريبه يې د وادي کرنیز شرکت له لوري جوړیږي.

که په دې ولايت د خرما بڼونو جوړولو ته د خلکو لېوالتيا او دکرنې رياست هلې ځلې همداسې روانې وي لرې نه ده، چې ياد ولايت د خرماوو د توايد په برخه کې پرځان بسيا شي.



د مطلب کود: 218328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218328/د-ننګرهار-خرماوو-کلنی-توليد-۱۵۰-ټنو-ته-رسيږي

آوا
  https://www.avapress.com