د جرمني هغه روغتون چې د روسي حکومت د سیاسي مخالف الکسي ناوالني درملنه کوي، وايي هغه له کوما وتلی دی.
د جرمني ډاکتران تأییدوي چې دوی د مصنوعي ساه اخیستلو دستګاه د الکسي ناوالني له بدنه لیرې کړې ده. دا په تېرو دوو اوونیو کې د ناوالني په روغتیايي وضعیت کې لومړی پرمختګ دی.
په برلین کې د چیریټي په نوم روغتون د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په اوومه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د الکسي ناوالني بدن د روغتیايي محرک دستګاوو ته غبرګون ښيي.
د روسیې د رژيم مخالف، ۴۴ کلن الکسي ناوالني درملنه د اګسټ په ۲۲مه نېټه د برلین په روغتون کې پيل شوه.
ډاکتران وایي تر اوسه ډېر وختي دی چې د ناوالني د روغتیايي وضعیت په اړه څه وویل شي. تر دې مخکې د چریټي روغتون ډاکترانو ویلي وو چې الکسي ناوالني د نوويچوک په نوم په زهري موادو مسموم شوی دی. دا مواد په پخواني شوروي اتحاد کې جوړېدل.
الکسي ناوالني د اګسټ په ۲۰مه په داسې حال کې چې غوښتلیې له سایبریا څخه مسکو ته لاړ شي، د پرواز پر مهال ناروغ شو.
پیلوټ اړ شو چې الوتکه د اومسک په هوايي ډګر کې ښکته کړي. ناوالني دوه ورځې د اومسک په روغتون کې تېرې کړې او وروسته برلین ته انتقال شو.
په روسیه کې د اداري فساد پر وړاندې د دې فعال د مسمومېدو پر ضد نړیوال اعتراضونه زیات شول.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامینیک راب د دوشنبې په ورځ وویل چې په لندن کې يې د روسیې سفیر احضار کړی او د ناوالني د وضعیت په اړهیې د خپل هېواد اندېښنه ورسره شریکه کړې ده.
د راب په وینا، له مسموموونکو درملو څخه استفاده د نهمنلو وړ ده چې کلونه وړاندې ممنوع شوې ده.