کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: د افغانانو سترګې مرکچې پلاوو ته دي

20 سنبله 1399 ساعت 10:32

 زلمی خلیلزاد وایی، اوس د سولې لپاره د افغانانو هیلې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ته دي چې څومره ژر کولای شي یوې هوکړې ته ورسېږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیزاد د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان د تېرې ورځې برید په غبرګون کې ویلي، افغانان پوهېږي چې د سولې بریالی بهیر د اوږدې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره ده، نو د افغانانو هیلې او د اوږدې جکړې پای ته رسول د دواړو مرکچي پلاوو په لاس کې دي.



نوموړي دغه راز ویلي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح برید د افغانستان د سولې د دښمنانو کار دی چې نه غواړي په دغه هیواد کې تلپاتې ارامي راشي.
خلیلزاد دغه راز د سولې په اړه د رامنځته شوي فرصت په اړه ویلي:
تاریخ دا څرګنده کړې ده چې کله هم د سولې فرصت نیږدې شي  ورانکاري یې د درولو لپاره له هیڅ ډول هڅې سپما نه کوي. افغانان به یې په دام کې ونه لوږي.
نوموړی دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته د طالبانو او افغان حکومت له نېږدې کېدو سره سره پرون د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح چاودنه وشوه چې ګڼو ملکي وګړو ته په کې مرګ‌ژوبله واوښتله.


د مطلب کود: 218546

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218546/خلیلزاد-د-افغانانو-سترګې-مرکچې-پلاوو-ته-دي

آوا
  https://www.avapress.com