کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په هوایي ډګر کې دوه تنه قاچاق وړونکي ونیول شول

20 سنبله 1399 ساعت 12:03

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د مخدره توکو سره د مباررې مدیریت د مخدره توکو دوه تنه قاچاق وړونکي نیولي دي. د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه دوه تنه نن (وږي ۲۰) د هوایي ډګر د کشفي ارګانونو او SIUټیم له لوري هغه مهال ونیول شول چې هند ته یې د مخدره توکو د لیږد نیت درلود. د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې ددغه کسانو له ګیډې څخه د ۹۷ کپسولو په تعداد ۱.۱۵۴ کیلو ګرامو په وزن مخدره توکې ترلاسه شوي دي. د ګیډې له لارې د مخدره توکو لیږد هېوادونو ته د مخدره توکو د قاچاقو یوه لار ده چې یو شمېر قاچاق وړونکي یې نیول شوي دي.



د مطلب کود: 218558

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218558/د-کابل-په-هوایي-ډګر-کې-دوه-تنه-قاچاق-وړونکي-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com