کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې موټربم برید ۷ سرتېري ټپيان کړل

20 سنبله 1399 ساعت 15:28

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې موټربم برید نن له غرمې وروسته(پنجشنبې د وږي په ۲۰مه نېټه) ۷ سرتېري ټپیان کړي دي.

د یاد ولایت امنیه قومندان، تادین خان وايي، افغان ځواکونو پر بریدګر مخکې له دې چې موخې ته ورسیږي، ډزې کړې او چاودنه شوې ده.

د مسوولینو په خبره پېښه د ارغنداب ولسوالۍ لاهوري سیمه کې په داسې حال کې شوې چې بریدګر غوښتل د ملي اردو یوه پوسته په نښه کړي.

د برید مسوولیت چا نه دی منلی.



د مطلب کود: 218578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218578/کندهار-کې-موټربم-برید-۷-سرتېري-ټپيان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com