په کابل کې به نن (د سپټمبر په ۱۲مه) د شپږیزې کرکټ لیګ په روانو سیالیو کې لومړی د بند امیر ښاماران د کابل بازانو له لوبډلې سره مخامخ شي.
نن بند امیر ښاماران-کابل بازان او مس عینک اتلان-د امو نهنګان لوبه کوي
22 سنبله 1399 ساعت 9:25
په کابل کې به نن (د سپټمبر په ۱۲مه) د شپږیزې کرکټ لیګ په روانو سیالیو کې لومړی د بند امیر ښاماران د کابل بازانو له لوبډلې سره مخامخ شي.
لوبه د سهار په نهو بجو پيلېږي.
دا به د شپږیزه کرکټ لیګ په سیالیو کې ۱۲مه لوبه وي.
۱۳مه لوبه د مس عینک اتلانو او د امو نهنګانو ترمنځ ده.
دا لوبه د ماسپښين په یوه نیمه بجه پيلېږي.
د شپږیزه کرکټ لیګ اووم دور د سپټمبر په شپږمه پیل شو.
د لیګ د اتلولۍ سیالۍ به د چهارشنبې په ورځ وي.
د مطلب کود: 218615