هرات ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، نامعلومو وسلهوالو په دغه ولایت کې پر یو جومات برید کړی چې درې کسان یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
هرات کې نامعلومو وسلهوالو پر یو جومات برید کړی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 سنبله 1399 ساعت 9:41
هرات ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، نامعلومو وسلهوالو په دغه ولایت کې پر یو جومات برید کړی چې درې کسان یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوو نامعلومو وسلهوالو چې په موټرسایکل سپاره وو د جومات په لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.
نوموړی وايي، وسلهوالو هغه مهال د دغه جومات پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې چې د ماخستن له لمانځه وروسته له جومات د وتلو په حال کې وو.
نوموړي زیاته کړه، په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د مطلب کود: 218617