کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته د قطر هېواد په مشهور هوټل کې ترسره کېږي

22 سنبله 1399 ساعت 10:08

ټاکل شوې نن شنبه د افغان دولت مذاکراتي پلاوی له طالب مرکچي پلاوي سره لومړۍ مقدماتي ناسته ترسره کړي. دا ناسته د قطر هېواد په مشهور هوټل شریتون کې ترسره کېږي. دې ناستې ته د افغانستان د مصالحې عالی شورا مشر او د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او مذاکراتي پلاوی ورغلی دی. د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وویل تمه مو دا ده چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي. په ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وایي د بحث مهم ټکی به اوربند وي. د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي د افغانانو ترمنځ لومړۍ ناستې ته د قطر هېواد په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو استازي هم ګډون لري. له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مراسم نن دي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت به یې پرانیزي.



د مطلب کود: 218624

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218624/د-بین-الافغاني-خبرو-لومړۍ-ناسته-قطر-هېواد-په-مشهور-هوټل-کې-ترسره-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com