دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 218624
د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته د قطر هېواد په مشهور هوټل کې ترسره کېږي
ټاکل شوې نن شنبه د افغان دولت مذاکراتي پلاوی له طالب مرکچي پلاوي سره لومړۍ مقدماتي ناسته ترسره کړي. دا ناسته د قطر هېواد په مشهور هوټل شریتون کې ترسره کېږي. دې ناستې ته د افغانستان د مصالحې عالی شورا مشر او د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او مذاکراتي پلاوی ورغلی دی. د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وویل تمه مو دا ده چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي. په ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وایي د بحث مهم ټکی به اوربند وي. د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي د افغانانو ترمنځ لومړۍ ناستې ته د قطر هېواد په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو استازي هم ګډون لري. له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مراسم نن دي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت به یې پرانیزي.
https://avapress.com/vdcirvar5t1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته