کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله د امريکا او قطر له بهرنيو چارو وزيرانو سره ليدلي

22 سنبله 1399 ساعت 17:15

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لومړۍ پرانيستونکې غونډې ترڅنګ د امريکا د بهرنیو چارو له وزير مايک پامپيو او د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره ليدلي دي.

عبدالله په دې ليدنه کې ډاډ ورکړی چې افغانستان ته سوله لومړيټوب کې ځای لري. اعلاميه کې د عبدالله عبدالله له قوله ليکل شوي: « موږ راغلي يو چې افغانستان کې جګړه پای ته ورسوو او افغانستان کې تلپاتې او عادلانه سولې ته لار هواره کړو.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په دې لیدنه کې ويلي چې هېواد يې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او د سولې په راوستو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

عبدالله د يادې ناستې ترڅنګ د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره هم ليدلي دي.

عبدالله په دې ليدنه کې د سولې په برخه کې د قطر له لوري کوربه‌توبه مننه کړې. د قطر د بهرنيو چارو وزير هم ويلي چې هېواد يې افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره پوره هڅه او ملاتړ کوي.



د مطلب کود: 218677

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218677/عبدالله-د-امريکا-او-قطر-له-بهرنيو-چارو-وزيرانو-سره-ليدلي

آوا
  https://www.avapress.com