کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر د ولسي جرګې له رئیس سره لیدلي

23 سنبله 1399 ساعت 16:54

ولسمشرغني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د ولسي جرګې له رئیس میر رحمان رحماني سره لیدلي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د حکومت او ملي شورا ترمنځ د همغږۍ پر لا زیاتوالي، د سولې پروسه کې د ملي شورا پر رول، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملي شورا د هر اړخیز ملاتړ او له ملي شورا سره د سکتوري وزارتونو د همکاریو پر زیاتېدو بحث او خبرې و شوې.



په خبرپاڼه کې راغلي، د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني له ملي شورا سره د حکومت د همغږۍ زیاتوالي لپاره د ولسمشر له هڅو مننه وکړه او وې ویل، ملي شورا په خاصه توګه ولسي جرګه د سولې پروسه کې د حکومت د دریځ بشپړ ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې د چې افغان حکومت اوس یو تازه پړاو ته تللی په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي دي.


د مطلب کود: 218760

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218760/ولسمشر-د-ولسي-جرګې-له-رئیس-سره-لیدلي

آوا
  https://www.avapress.com