کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ارزګان کې د يونيسف ولايتي دفتر پرانيستل شو

24 سنبله 1399 ساعت 18:14

په افغانستان کې د يونيسف عمومي مشر ډاکتر ابوبکر وايي، د فعاليت هدف يې د ماشومانو په برخه کې د روغتيايي، ښوونيزو او يو شمېر خدمتونو وړاندې کول دي. هغه له خلکو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه. په ورته وخت کې د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد وايي، په دغه ولايت کې ماشومان د لومړنيو روغتيايي خدمتونو د نشت ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.


 ددغه ولايت د ولايتي شورا استازو، قومي مشرانو او ځوانانو د يونیسف ادارې له فعاليت څخه د هرکلی ترڅنګ له خپل طرف د همکارۍ ډاډ ورکړ. په ارزګان کې د يونيسف موسيسې په ګډون دامهال اته نورې موسيسې هم په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. 


د مطلب کود: 218876

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218876/په-ارزګان-کې-د-يونيسف-ولايتي-دفتر-پرانيستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com