په افغانستان کې د يونيسف عمومي مشر ډاکتر ابوبکر وايي، د فعاليت هدف يې د ماشومانو په برخه کې د روغتيايي، ښوونيزو او يو شمېر خدمتونو وړاندې کول دي. هغه له خلکو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه. په ورته وخت کې د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد وايي، په دغه ولايت کې ماشومان د لومړنيو روغتيايي خدمتونو د نشت ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.