کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشریف کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې

24 سنبله 1399 ساعت 18:21

د نازیلا په نوم یوې نجلۍ له اتم منزل څخه ځان لاندې ځمکې ته راغورځولی دی. د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل رسنوته وویل، یاده نجلۍ په اصل کې د اوومې ناحیې اصلي اوسېدونکې وه او د کارته بخدي په سیمه کې د خپلې ترور په کور کې مېلمنه وه.
د عادل په خبره، لومړنۍ څېړنې ښيي چې هغې د کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده. د بلخ امنیتي چارواکي وایي، د دې پېښې په تړاو یې پلټنې روانې دي. د یادولو وړ ده چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د کورنیو ستونزو له کبله ورته پېښې رامنځته کېږي او لامل یې په دې برخه کې د عامه پوهاوي نشت یادېږي.



د مطلب کود: 218877

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218877/په-مزارشریف-کې-یوې-نجلۍ-ځان-وژنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com