کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشرغني له جوزپ بوریل سره خبرې کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1399 ساعت 9:38

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ناوخته د اروپایي ټولنې د بهرنيو اړیکو له مشر جوزپ بوریل سره ټلیفوني خبرې کړې دي.


له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې ولسمشرغني  له سولې پروسې، د جمهوریت ازښتونو، او سرتاسري اوربند څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ له اصولي دریځ مننه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، جوزپ وویل، په نېږدې وخت کې به طالبانو ته هم دا پیغام ورسوي چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې راتلونکې مرستې د جمهوریت له ارزښتونو سره تړلې دي.
خبرپاڼه لیکي، جوزپ زیاته کړه، په پام کې لري له جمهوریت سره د پیوستون اعلانولو او د افغانستان د ملاتړ په موخه په یو مناسب فرصت کې دې هیواد ته سفر وکړي.


د مطلب کود: 218902

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218902/ولسمشرغني-له-جوزپ-بوریل-سره-خبرې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com