پولیسو د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې نهه کسان د قتل او غلاوو په تور نیولي دي.
پولیسو د قتل او غلا په تور ۹ کسان نیولي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1399 ساعت 14:08
پولیسو د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې نهه کسان د قتل او غلاوو په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندز، هلمند او پکتیکا ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوندو سیمو کې دڅو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې نهه کسان د قتل، وژنې، او غلاوو په تور نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې غیري مسئوله وسلهوال زیات شوي او هره ورځ د هیواد له ډېریو سیمو د نا امنیو خبرونه راځي.
د مطلب کود: 218936