کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سویس د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه‌توب کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 سنبله 1399 ساعت 10:02

ټاکل شوې چې د سویس ژینف ښار د نومبر میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه وي.


دغه کنفرانس چې د نومبر په ۲۳ او ۲۴ جوړېږي، هدف‌یې له افغانستان سره د نړیوالو د ژمنو نوي کول، د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۴ کلونو پورې پر پرمختیایي هدفونو توافق او په مالي برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ یاد شوی دی.
تمه ده چې په دې نړیوال کنفرانس کې به د څه باندې ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.
د افغانستان د دولت او مدني ټولنې استازي به هم په دې کنفرانس کې ګډون کوي.


د مطلب کود: 218967

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218967/سویس-د-افغانستان-سولۍ-او-سوکالۍ-نړیوال-کنفرانس-کوربه-توب-کوي

آوا
  https://www.avapress.com