ټاکل شوې نن له غرمې وروسته د افغانستان د کورني شپږيزه کرېکټ ليګ پايلوبه ترسره شي. د دې ليګ د شپږو لوبډلو له منځه د مس عينک اتلانو او د کابل بازانو پايلوبې ته لاره موندلې ده.
نن د شپږيزه کرېکټ ليګ پايلوبه ترسره کېږي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 سنبله 1399 ساعت 11:31
ټاکل شوې نن له غرمې وروسته د افغانستان د کورني شپږيزه کرېکټ ليګ پايلوبه ترسره شي. د دې ليګ د شپږو لوبډلو له منځه د مس عينک اتلانو او د کابل بازانو پايلوبې ته لاره موندلې ده.
پرون د مس عينک اتلانو په دويم کواليفاير کې د بندامير ښاماراتو ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده.
په شپږيزه ليګ کې شپږ لوبډلې، د مس عينک اتلان، د بندامير ښاماران، د کابل بازان، د امو نهنګان، د سپين غر زمريان او د بست ساتونکي لوبېږي.
سږني فصل کې څلور لوبډلو مس عينک اتلانو، د بندامير ښامارانو، د بست ساتونکو او د کابل بازانو دويم پړاو ته لاره ومونده او د سپين غر زمريان او د امو نهنګان له دويمه پړاوه پاتې شول.
د مطلب کود: 218976