کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې یوه نجلۍ په بې‌رحمانه ډول وژل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سنبله 1399 ساعت 10:18

تېره ورځ د کندهار ولايت په عينو مېنه ښارګوټي کې د يوې نجلۍ جسد موندل شوی چې په ډېره بې رحمانه ډول وژل شوې او د مخ پوست يې د چاقو په وسيله ترې اړول شوی دی.


د کندهار امنیه قومندان تادين خان له خامه‌پرس خبري اژانس سره خبرو کې دغه پېښه تاييد کړه او ټينګار يې وکړ چې په دې تړاو د پوليسو څېړنې روانې دي.
نوموړي وويل، تر دې مهاله د دې نجلۍ هويت نه دی تثبيت شوی او جسد يې روغتون ته لېږدول شوی دی.
انځورونه ښيي چې دغه نجلۍ په بې رحمانه ډول وژل شوې او د چاقو په وسيله يې د مخ پوستکی ترې اړول شوی دی.
د يادولو ده چې کندهار ولايت کې په وروستيو کې دغه ډول پېښې زياتې شوې او د خلکو جدي اندېښنې يې راپورته کړې دي.


د مطلب کود: 219037

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219037/کندهار-کې-یوه-نجلۍ-په-بې-رحمانه-ډول-وژل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com