د #ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت کوټ ولسوالۍ کې هغه سلګونه کورونه، جوماتونه، ښوونځي، سړکونه او نورې ټولګټې پروژې چې داعش وسله والو ویجاړ کړي وو، د بېرته رغونې چارې یې پیل شوې دي.
ننګرهار کې د داعشیانو له خوا د سلګونه کورونو او ټولګټو ویجاړو شویو پروژو رغونه پیل شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 میزان 1399 ساعت 14:46
د #ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت کوټ ولسوالۍ کې هغه سلګونه کورونه، جوماتونه، ښوونځي، سړکونه او نورې ټولګټې پروژې چې داعش وسله والو ویجاړ کړي وو، د بېرته رغونې چارې یې پیل شوې دي.
د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر د نن (سه شنبه، ۱تلې) خپره کړې خبرپاڼه کې د دې ولایت کوټ ولسوال نجیب الله رحماني له قوله ویلي، چې په دې ولسوالۍ کې د شلټر پروګرام له لوري د داعش وسله والو لخوا د سلګونه ړنګ شويو کورونو بيا رغونه پيل شوې.
د خبرپاڼې له مخې تر دولس سوه زیات کورونه، جوماتونه، ښوونځي سړکونه او نورې ټولګټې پروژې د داعش وسله والو له لوري تخريب او ويجاړ شوي وو.
یاده خبرپاڼه وایي په ياده ولسوالۍ کې اوسمهال د «شلټر» پروګرام له لوري د ۱۷۰ کورونو د رغولو چارې پيل شوي، چې پاتې نور کورونه به هم ورغول شي.
همدا راز په بېلابېلو برخو کې د بيا رغونې نورې چارې هم روانې دي.
داعش وسله والې ډلې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د کوټ ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو له وژلو سره، سره د هغوی کورونه او ټولګټې پروژې ویجاړې کړې.
د مطلب کود: 219376