کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چين کابل کې د ۱۴۰۰ استوګنيزو اپارتمانونو جوړولو چارې پيلوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 میزان 1399 ساعت 17:03

ټاکل شوې ډېر ژر چين د کابل په دارالامان سيمه کې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د جوړولو کار پيل کړي. د دې پروژې تړون نن د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د چين د ام سي سي ۱۹ کمپنۍ ترمنځ لاسليک شو.


د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه تړون د لاسليک پر مهال ولسمشر غني او په کابل کې د چين سفير هم حضور درلود.
د خبرپاڼې له مخې، د یاد ښارګوټي جوړولو پروژې هوکړه لیک په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان او چين ترمنځ شوی و او له مخې یې د چین ولسي جمهوریت د استوګنې د ۱۰ زره اپارتمانونو جوړولو ژمنه کړې وه.
د خبرپاڼې په حواله، نن له هغه مجموعي شمېر څخه د استوګنې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو تړون چې په پنځو پوړونو کې د استوګنې ۵۶ بلاکونه دي، لاسلیک شو.


د مطلب کود: 219397

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219397/چين-کابل-کې-د-۱۴۰۰-استوګنيزو-اپارتمانونو-جوړولو-چارې-پيلوي

آوا
  https://www.avapress.com