کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره یوه شپه او ورځ کې یواځې شپږ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 میزان 1399 ساعت 13:18

تېره یوه شپه او ورځ کې یواځې شپږ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته شوي دي


د کرونا دغه مثبتې پېښې یواځې په بلخ ولایت کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۱۹۲ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۶۳۵ تنو ته ورسېده.

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته دوو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۴۵۳ تنو ته رسېدلی دی.


د مطلب کود: 219574

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219574/تېره-یوه-شپه-او-ورځ-کې-یواځې-شپږ-تنه-په-کووېډ۱۹-ناروغۍ-اخته-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com