د کرونا دغه مثبتې پېښې یواځې په بلخ ولایت کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۱۹۲ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۶۳۵ تنو ته ورسېده.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته دوو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۴۵۳ تنو ته رسېدلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)