کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره یوه شپه او ورځ شپږو ولایتونو کې ۳۵ تنه په «#کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته پېژندل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 میزان 1399 ساعت 16:45

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۶۷ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۳۵ پایلې یې مثبتې وې.


د کرونا دغه مثبتې پېښې په کابل، بلخ، قندوز، دایکنډي، بدخشان او پروان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۲۲۷ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۶۴۲ تنو ته ورسېده.

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته هېڅ ناروغ خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۴۵۳ تنو ته رسېدلی دی.


د مطلب کود: 219670

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219670/تېره-یوه-شپه-او-ورځ-شپږو-ولایتونو-کې-۳۵-تنه-په-کووېډ۱۹-ناروغۍ-اخته-پېژندل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com