دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 219670
تېره یوه شپه او ورځ شپږو ولایتونو کې ۳۵ تنه په «#کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته پېژندل شوي
د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۶۷ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۳۵ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې په کابل، بلخ، قندوز، دایکنډي، بدخشان او پروان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۲۲۷ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۶۴۲ تنو ته ورسېده.

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته هېڅ ناروغ خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۴۵۳ تنو ته رسېدلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0onuw49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته