کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روان کال کندهار کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 میزان 1399 ساعت 17:17

په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، سږ کال د روژې له میاشتې را هیسې په دغه ولایت کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي دي.


دغه کمېسیون وایي، په دې بریدونو کې عمومأ له موټر سایکل کار اخیستل کېږي چې قومي مشران، د امنیتي ادارو کارکوونکي، او پولیس په نښه کېږي.
د دوی په خبره، د معلوماتو پر اساس په هدفي بریدونو کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د هدفي وژنو ترڅنګ له ښځو او کم عمره ځوانانو سره تاوتریخوالی زیات شوی او دغه ولایت په یو نا امنه ځای بدل شوی دي.


د مطلب کود: 219675

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219675/روان-کال-کندهار-کې-پر-۳۴۰-تنو-هدفي-بریدونه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com