کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غور کې ماین چاودنې ۳ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 میزان 1399 ساعت 17:00

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.


د غور ولایت دولینې ولسوالۍ ولسوال محمد طاهر افضلي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان د سړک غاړې ته څېرمه په لوبو بوخت و او د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي ماین پرې چاودنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیا شوي دي.
وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.


د مطلب کود: 219881

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219881/غور-کې-ماین-چاودنې-۳-ماشومانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com