کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي حزب پلويانو د ډاکټر نجيب‌الله د تلين مراسمو د مخنيوي لپاره لاريون وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1399 ساعت 16:50

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب ګڼو پلويانو نن د لويې جرګې خېمې مخې ته لاريون وکړ او د ډاکټر نجيب الله احمدزي پلويانو ته يې اجازه ور نه کړه چې د نوموړي د تلين مراسم ترسره کړي.


تر دې وړاندې ويل شوي وو چې په پام کې ده، د ډاکټر نجيب الله د تلين مراسم د پنجشنبه په ورځ د لويې جرګې په خېمه کې ترسره شي.
پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم دغه موضوع جنجالي شوه، يو شمېر وکيلانو ټينګار کاوه چې نجيب هم افغان و او ملاتړي يې د اساسي قانون د ۳۶ماتې له مخې حق لري، د هغه د تلين مراسم ترسره کړي.
خو يو شمېر نورو وکيلانو بيا د دې مراسمو مخالفت کاوه او له حکومت يې غوښتنه وکړه چې د دې مراسمو د ترسره کېدو مخه ونيسي.
د يادولو ده چې ټاکل شوې وه، تېره اوونۍ هم د لويې جرګې خېمه کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د تلين مراسم ترسره شي، خو مخالفينو يې د دې مراسمو د ترسره کېدو مخه ونيوله.


د مطلب کود: 219938

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219938/د-اسلامي-حزب-پلويانو-ډاکټر-نجيب-الله-تلين-مراسمو-مخنيوي-لپاره-لاريون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com