کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې د بُست کریکټ لیګ؛ د میوند اتلانو اتلولۍ خپله کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1399 ساعت 17:21

د هېواد په سویل کندهار ولایت کې د بُست په نامه د کریکټ غوره ليګ د لومړي پړاو سیالیو اتلولي میوند اتلانو لوبډلې په ګټه تېر ماښام(چهارشنبې د تلې په ۹مه نېټه) پای ته ورسېده.


یاد لېګ کې چې پنځه لوبډلو برخه اخیستې وه له ډلې یې د اختیارالدین کلا او میوند اتلانو لوبډلو پای لوبې ته لار پیدا کړه.
دبُست غوره ليګ په لومړي ځل په کندهار کې ترسره شو.

د بست کریکټ لیګ د وږي په ۳۱مه نېټه کندهار کې پیل شو او په کې هېواد سویل لویدیځ کې د نهو ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی وو.
د هېواد سویل کې د کریکټ مسوولین وايي چې د بست لیګ د هېواد په کچه تر شپږیزې وروسته لوی لیګ بلل کیږي.


د مطلب کود: 219945

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219945/کندهار-کې-د-ب-ست-کریکټ-لیګ-میوند-اتلانو-اتلولۍ-خپله-کړه

آوا
  https://www.avapress.com