د کابل پولیس وایي، نن یکشنبه سهار د کابل ښار شپاړسمې او اتمې امنیتي حوزو سیمو کې دوو بېلابېلو امنیتي پېښو کې د دولت دوه کارکوونکي ووژل شول او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
کابل ښار کې دوو امنیتي پېښو دوه تنه ووژل او دوه نور ټپيان دي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 میزان 1399 ساعت 11:26
د کابل پولیس وایي، نن یکشنبه سهار د کابل ښار شپاړسمې او اتمې امنیتي حوزو سیمو کې دوو بېلابېلو امنیتي پېښو کې د دولت دوه کارکوونکي ووژل شول او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دولت دوه کارکوونکي نن (یکشنبه، ۱۳تله) سهار شاوخوا ۷:۴۷ دقیقې د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند «ټانک چکري» سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو له خوا ووژل شول.
د وژل شویو کسانو هویت لا مالوم شوی نه دی.
ښاغلي فرامرز دغه راز وویل، د کابل ښار اتمې امنتیي حوزې اړوند یوې بلې پېښه کې، یو «لنډکروزر» ډوله موټر د چسپکي ماین ښکار شو، چې دوه ملکي وګړي په کې ټپي شول. د هغه په وینا، دغه پېښه نن سهار ۸:۱۰ دقیقو کې د اتمې حوزې اړوند «هېوادوال» سیمه کې رامنځته شوه.
د دې یوې پېښې مسوولیت هم کوم وګړي یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی
د مطلب کود: 220058