کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ظریفه غفاري یو ځل بیا د وسله‌والو له بریده روغه وتلې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 میزان 1399 ساعت 11:21

د میدان وردګو ښارواله ظریفه غفاري د وسله‌والو مخالفانو له یوه بریده روغه وتلې ده.


مېرمن غفاري ازادي راډیو ته وویل، برید پرون د کابل ارغندې کوتل سیمه کې هغه مهال پرې وشو چې دا خپلې دندې ته روانه وه.
هغې زیاته کړه: "د ارغندې کوتل ته څېرمه، دلته د ملي اردو یوه پوسته هم ده، د پوستې ۵۰ مترۍ کې طالبانو کمین نیولی و، زموږ موټر یوه مرمۍ د مخې له‌خوا او څو مرمۍ د شا له‌خوا ولګېد، خوشبختانه چې موږ ته هېڅ ډول زیان نه‌دی رسېدلی."
تر اوسه د کابل پولیسو د دغه برید په اړه څه نه‌‌دي ویلي.
له دې وړاندې هم په کابل ښار کې پر ظریفې غفاري برید شوی و چې هغه مهال په‌کې سر سري ټپي شوې وه.


د مطلب کود: 220065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220065/ظریفه-غفاري-یو-ځل-بیا-د-وسله-والو-له-بریده-روغه-وتلې

آوا
  https://www.avapress.com