کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان چارواکي: موټربم چاودنې له امله ۸ کسان وژل شوي او ۲۸ ټپیان دي

14 میزان 1399 ساعت 12:40

د لغمان د والي، رحمت الله یارمل په موټریز کاروان نن له غرمې مخکې(دوشنبې د تلې په ۱۴مه نېټه) چاودنه شوې ده.


د لغمان چارواکي وايي، د والي رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان د موټربم چاودنې له امله ۸ کسان وژلي ا و ۲۸ نور ټپیان دي.
د والي د ویاند په وینا په وژل شویو کسانو کې ۴ نظامیان او ۴ ملکیان دي.
د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل، چې نن سهار لس بجې شاوخوا د لغمان پر والي رحمت الله یارمل هغه مهال چې له مېلمستونه د دفتر په لور روان و، د سلطان غازي بابا د ښارګوټي دروازې ته څېرمه چاودنه شوې، خو والي ته په‌کې زیان نه‌دی رسېدلی.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه ده منلی.


د مطلب کود: 220151

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220151/لغمان-چارواکي-موټربم-چاودنې-له-امله-۸-کسان-وژل-شوي-او-۲۸-ټپیان-دي

آوا
  https://www.avapress.com