د ارزګان د والي دفتر وايي، په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو په برید کې ۸ سرتېري وژل شوي دي.
ارزګان کې د طالبانو په برید کې ۸ سرتېري وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 میزان 1399 ساعت 16:32
د ارزګان د والي دفتر وايي، په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو په برید کې ۸ سرتېري وژل شوي دي.
د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو دغه برید برايي کړی.
هغه زیاته کړه: "افغان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده چې اته تنه شهیدان او څلور ټپیان لرو. طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده، خو په هغه اړه لا تر اوسه دقیق ارقام نهلرو."
د ازادۍ راډیو خبریال د ځینو سرچینو په حواله چې پر دې ولسوالۍ اوس هم جګړه روانه ده.
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.
د مطلب کود: 220266