کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې امنیتي ځواکونو ځانمرګی بریدګر ژوندی نیولی

د صدای افغان خبری آژانس , 17 میزان 1399 ساعت 14:50

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ملي امنیت یو ځانمرګی بریدګر موخې ته ترسیدو وړاندې نیولی دی.


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته نن (پنج شنبه، ۱۷تلې) وویل، د ملي امنیت ځواکونو تیره ورځ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو له لوري ځانمرګي برید ته چمتو شوی بریدګر نیولی دی.
خوږیاڼي زیاته کړه: «نیول شوی ځانمرګی بریدګر «عباس» نومیږي، چې د وسله والو طالبانو د استخباراتو برخې قوماندانانو عبدالله او عزيز الله مشهور په مصطفی له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و او غوښتل یې پر یوې ولسوالۍ برید ترسره کړي، چې موخې ته تر رسیدو وړاندې ونیول شو.»
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 220372

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220372/ننګرهار-کې-امنیتي-ځواکونو-ځانمرګی-بریدګر-ژوندی-نیولی

آوا
  https://www.avapress.com