نن د افغانستان په ګاونډي هېواد تاجکستان کې ولسمشرۍ ټاکنې پيل شوې، دلته له تېرو شاوخوا درېیو لسیزو راهیسې امام علي رحمان د قدرت واګې په لاس کې لري.
تاجکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 میزان 1399 ساعت 11:13
نن د افغانستان په ګاونډي هېواد تاجکستان کې ولسمشرۍ ټاکنې پيل شوې، دلته له تېرو شاوخوا درېیو لسیزو راهیسې امام علي رحمان د قدرت واګې په لاس کې لري.
ازادي راډیو د تاجکستاني څانګې مشر سلیم ایوبزاده وایي، د رایو مرکزونه په ځایي وخت شپږ بجې پرانیستل شول.
دی زیاتوي: "نن د اکټوبر په ۱۱مه، د سهار له شپږو بجو په شاوخوا څلور زره حوزو کې رایه اچونه پیل شوه، دا بهیر به د ماښام تر اتو بجو دوام ولري."
دې انتخاباتو ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ولسمشریزو ټاکنو ته اوسنی ولسمشر امام علي رحمان د پنځم ځل لپاره ولاړ دی او څلور نور کاندیدان هم ورسره سیالي کوي.
د مطلب کود: 220489