کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ د صرافانو ټولنې مشر د تښتوونکو له منګولو ازاد شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 میزان 1399 ساعت 12:12

د کورنیو چارو وزارت وایي، د بلخ د صرافانو ټولنې مشر د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی دی.


د وزارت ویاند طارق ارین تېر ماخوستن رسنیو ته ویلي چې حاجي عبدالقیوم روغ رمټ دی او موضوع‌یې څېړل کېږي.
نوموړی نږدې میاشت وړاندې په مزار شریف ښار کې جومات ته پر لار وتښتول شو.
ارین نه‌دي ویلي چې پولیسو په دې تړاو څوک نیولي هم دي او که نه.


د مطلب کود: 220496

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220496/د-بلخ-صرافانو-ټولنې-مشر-تښتوونکو-له-منګولو-ازاد-شو

آوا
  https://www.avapress.com