دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 220496
د بلخ د صرافانو ټولنې مشر د تښتوونکو له منګولو ازاد شو
د کورنیو چارو وزارت وایي، د بلخ د صرافانو ټولنې مشر د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی دی.
د وزارت ویاند طارق ارین تېر ماخوستن رسنیو ته ویلي چې حاجي عبدالقیوم روغ رمټ دی او موضوع‌یې څېړل کېږي.
نوموړی نږدې میاشت وړاندې په مزار شریف ښار کې جومات ته پر لار وتښتول شو.
ارین نه‌دي ویلي چې پولیسو په دې تړاو څوک نیولي هم دي او که نه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3uarqt1ar52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته