د ننګرهار ولایت اچین ولسولۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې دوه پاکستاني وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
ننګرهار کې دوه پاکستاني طالبان وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 میزان 1399 ساعت 17:07
د ننګرهار ولایت اچین ولسولۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې دوه پاکستاني وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی وایي، د دغه ولایت اچین ولسوالۍ د باندر درې په ګلګه سیمه کې تېره شپه د بې پیلوټه الوتکي په دوو هوایي بریدونو کې د سیفالدین اړوند دوه پاکستاني وسلهوال طالبان وژل شوي او د دوی وسلې او مهمات تخریب شوي دي.
نوموړی وایي، په دغه هوایي بریدونو کې بل چاته کوم زیان نه دی اوښتی.
د مطلب کود: 220535