کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې تر راتلونکو دوو اوونيو د کابو زرو مميزخونو چارې بشپړېږي

21 میزان 1399 ساعت 16:13

د کرنې وزارت وايي، د دغه وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیرت د پروژې په اډانه کې هرات ولایت کې د څه باندې ۳۲۷میلیونه افغانیو په لګښت د یو زر او پنځه ممیزخونو د جوړولو چارې تر راتلونکو دوو اوونيو بشپړېږي.



د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې چارې نږدې درې میاشتې وړاندې پیل شوې دي او تر راتلونکو دوو اوونیو پورې ټولې ممیزخونې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.
د کرنې وزارت په خبره، د دغو ممیزخونو رغنیزې چارې تر دې دمه ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي. د خبرپاڼې په حواله د دې ممیزخونو لس سلنه لګښت برخمن شوي بڼوال ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، هر یوه ممیزخونه ۱۰ مټریک ټنه وړتیا لري.
هرات د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی، چې سږکال یې څه باندې ۱۴۰ زره ټنه انګور تولید کړي دي.ش
 


د مطلب کود: 220615

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220615/هرات-کې-تر-راتلونکو-دوو-اوونيو-د-کابو-زرو-مميزخونو-چارې-بشپړېږي

آوا
  https://www.avapress.com