د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې چارې نږدې درې میاشتې وړاندې پیل شوې دي او تر راتلونکو دوو اوونیو پورې ټولې ممیزخونې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.
د کرنې وزارت په خبره، د دغو ممیزخونو رغنیزې چارې تر دې دمه ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي. د خبرپاڼې په حواله د دې ممیزخونو لس سلنه لګښت برخمن شوي بڼوال ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، هر یوه ممیزخونه ۱۰ مټریک ټنه وړتیا لري.
هرات د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی، چې سږکال یې څه باندې ۱۴۰ زره ټنه انګور تولید کړي دي.ش