کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نيمروز کې زرو بېوزله کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړ شول

21 میزان 1399 ساعت 16:00

د کرنې وزارت وايي، د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې لپاره يې دا ځل د نيمروز ولایت په مرکز زرنج او د دې ولایت په چخانسور، كنگ او خاشرود ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړ کړي دي.



د نيمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست ويلي:
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) له خوا د (ASIO) موسسې په مرسته د نيمروز ولایت په مرکز زرنج او څو ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د نيمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل  شوي دي.
د نيمروز د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، د دې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
 


د مطلب کود: 220616

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220616/نيمروز-کې-زرو-بېوزله-کورنیو-ته-د-چرګانو-فارمونه-جوړ-شول

آوا
  https://www.avapress.com