د نيمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست ويلي:
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) له خوا د (ASIO) موسسې په مرسته د نيمروز ولایت په مرکز زرنج او څو ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د نيمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د نيمروز د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، د دې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.