کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله: تاوتریخوالی دې کم او د سولې خبرې دې چټکې شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 میزان 1399 ساعت 11:38

د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، په هېواد کې بايد تاوتریخوالی کم او د سولې خبرې چټکې شي.



نوموړي دا خبرې پرون د زمزم خيريه بنسټ د پرانیستې مراسمو کې وکړې.
د عبدالله په خبره، خلک ژر تر ژره هېواد کې دايمي سوله او د سولې خبرو اترو پايلې ته رسېدل غواړي.
د نوموړي په خبره، د سولې خبرو پيلېدل يو ستر او تاريخي پرمختګ او فرصت دی او بايد ترې ګټه واخیستل شي.
خو د نوموړي په خبره، د دې پر ځای چې اوس تاوتریخوالی کم کړل شي لا زيات شوی دی.
اوس مهال د دې پر ځای چې تاوتريخوالی کم شي لا زيات شوی دی.
عبدالله داسې مهال دا خبرې کوي چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو له يوې مياشتې راهیسې د سولې خبرې پيل کړې دي، خو تر دې مهاله د تماس ډلې نه دي توانېدلې د دې خبرو لپاره پر طرزالعمل هوکړه وکړي.
 


د مطلب کود: 220654

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220654/عبدالله-تاوتریخوالی-دې-کم-او-د-سولې-خبرې-چټکې-شي

آوا
  https://www.avapress.com