دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 220654
عبدالله: تاوتریخوالی دې کم او د سولې خبرې دې چټکې شي
د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، په هېواد کې بايد تاوتریخوالی کم او د سولې خبرې چټکې شي.

نوموړي دا خبرې پرون د زمزم خيريه بنسټ د پرانیستې مراسمو کې وکړې.
د عبدالله په خبره، خلک ژر تر ژره هېواد کې دايمي سوله او د سولې خبرو اترو پايلې ته رسېدل غواړي.
د نوموړي په خبره، د سولې خبرو پيلېدل يو ستر او تاريخي پرمختګ او فرصت دی او بايد ترې ګټه واخیستل شي.
خو د نوموړي په خبره، د دې پر ځای چې اوس تاوتریخوالی کم کړل شي لا زيات شوی دی.
اوس مهال د دې پر ځای چې تاوتريخوالی کم شي لا زيات شوی دی.
عبدالله داسې مهال دا خبرې کوي چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو له يوې مياشتې راهیسې د سولې خبرې پيل کړې دي، خو تر دې مهاله د تماس ډلې نه دي توانېدلې د دې خبرو لپاره پر طرزالعمل هوکړه وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcen78wejh8wpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته