کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې د طالبانو او ځایي خلکو ترمنځ اخ او ډب کې درې ملکیان ووژل شول

22 میزان 1399 ساعت 11:37

د پکتیا ولایت میرزکې ولسوالۍ کې د ځایي خلکو او وسله والو ترمنځ اخ او ډب کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.


د پکتیا د امنیې قومندانۍ سرپرست، لطف الله کامران ویلي دا پيښه هغه مهال وشوه چې طالبانو تیره شپه غوښتل د میرزکې ولسوالۍ خلیلانو کلي کې د خلکو کورونه تالاشي کړي، خو د خلکو لخوا یې مخالفت وشو.
طالبانو د ځایي خلکو د مخالفت په غبرګون کې د جمیل په نوم یو قومی مشر او دوه ځوانان په ډزو وژلي دي.
د امنیه قومندان په خبره وژل شوي کسان ملکیان دي او هیڅ دولتي دندې یې نه لرلې.
طالبانو د دې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

وژل شوی ځوان

وژل شوی

میرزکې ولسوالۍ کې وژل شوی کس
 


د مطلب کود: 220658

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220658/پکتیا-کې-د-طالبانو-او-ځایي-خلکو-ترمنځ-اخ-ډب-درې-ملکیان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com