کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جلال اباد کې ناپيژنده وسله والو یو دیني عالم په ډزو وژلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 میزان 1399 ساعت 12:26

د #ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې پرون ماسپښین (دوشنبه، ۲۱ تله) شاوخوا دوه بجې د جلال اباد ښار اړوند د تالاشۍ څلور لاري ته نیږدې د کنړي مارکیټ مخې ته ناپیژنده وسله والو یو تن په ډزو وژلی دی.


د ننګرهار رسنیو دفتر خپرې کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه دیني عالم ګل نواز نومېده او ۳۰ کاله عمر یې درلوده.


د پېښې یو عیني شاهد نور ګل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، وسله والو کسانو له «ریکشې» په ګټې اخیستنې یاد کس وواژه او بیا یې له سیمې پښې سپکې کړې.
په دې وروستیو کې جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنو او جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي دي.


د مطلب کود: 220660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220660/جلال-اباد-کې-ناپيژنده-وسله-والو-یو-دیني-عالم-په-ډزو-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com