کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 میزان 1399 ساعت 14:07

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۵۸ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.



د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۹ زره ۹۲۸ کسانو ته ورسېد.
ډېری نوې پېښې ۴۷ هرات او ۸ فراه کې ثبت شوې دي. کابل کې کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله يو ناروغ مړ شوی دی چې په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۴۸۰ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۱۹۰ تنه رغېدلي دي، چې په دې سره د بېرته رغېدلو کسان شمېر ۳۳ زره او ۳۰۸ تنو ته ورسېد.
 


د مطلب کود: 220669

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220669/تېرو-۲۴-ساعتونو-کې-۵۸-تنه-په-کرونا-ناروغۍ-اخته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com